Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
رہوں مست وبے خود میں تیری وِلا میں پِلا جام ایسا پِلا یاالٰہی!
مِرے دل سے دنیا کی چاہت مٹا کر کر اُلفت میں اپنی فَنَا یاالہٰی!([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د سورۀ فاتحه پۀ دريم آيت کښې الله پاک وفرمائيل:
مٰلِکِ یَوْمِ الدِّیْنِ ؕ(۳)
(پارہ:1 ، سورۀ فاتحه: 3)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د جزا (قيامت) د ورځې مالِک دے۔
دا د ويرې مقام دے، مخکښې د رحمت ذِکر وشو، ووئيلے شو چې الله پاک رحمان هم دے، رحيم هم دے، د هغۀ د رحمتونو څۀ انتها نشته، اوس يـې وفرمائيل:
مٰلِکِ یَوْمِ الدِّیْنِ ؕ(۳)
هغۀ د جزا د ورځې مالِک هم دے څوک د هغۀ پۀ رحمت باندې د باور کولو سره بے واکه نشئ بلکې ياد ساتئ چې * د دې دُنيا نه پس هم يو جهان دے * د مرګ نه پس به مونږه راپورته کولے شي * قيامت به قائميږي * دا زمکه به د اوسپنې پۀ زمکه باندې بدله کړے شي * اسمان به راغونډ کړے شي * نمر به يوه نيزه د پاسه پۀ سر باندې ولاړ وي او وور به وروي۔ دا به 50 زره کاله اوږده ورځ وي کومې ته چې يَومُ الدِّين يعنې د جزا ورځ وئيلے شي پۀ دې ورځ باندې به عدل قائميږي۔ پۀ دُنيا کښې خو عارضي طور بندګانو ته هم حکومت او اختيارات ورکړے شوي دي هلته به هم صرف الله پاک مالِک وي۔