Deeni Mutala Ki Ahmiyat

Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat

اخستونکے رَبِّ ذُو الجلال دے او د هغې قيمت دے: جنَّت۔ که اعمال بد دي نو د هغې اخستونکے شيطان دے او قيمت يـې دے: دوزخ۔ ([1])

ځکه چې څوک د الله پاک د رحمت او د جنَّت طلب ګار دے، خپل اعمال دې ښه کړي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قيامت پۀ ورځ باندې به يـې د رَبِّ رحمان او رحيم رحمت هم نصيب شي، د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت به يـې هم نصيب شي او که الله پاک وغوښتل نو جنَّت به يـې ځائے وي۔

باغِ جنّت میں مُحَمَّد مسکراتے جائیں گے

پھول رحمت کے جھڑیں گے، ہم اُٹھاتے جائیں گے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ    عَلـٰی   مُـحَـمَّد

پۀ دُنيا کښې هم مکافاتِ عمل جاري دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک وفرمائيل:

مٰلِکِ یَوْمِ الدِّیْنِ ؕ(۳)

(پارہ:1 ، سورۀ فاتحه: 3)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د جزا (قيامت) د ورځې مالِک دے۔

پۀ دې ځائے کښې د يَومِ الدِّين يعنې د جزا د ورځ نه مراد هُم د قيامت ورځ ده، تقريباً ټولو مفسرينو د دې هم دغه معنیٰ بيان کړې ده۔ البته علّامه بُقاعِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې ځائے کښې د يوې بَلې معنې طرف ته پام راګرځولے دے، هغوئي فرمائي: پۀ حقيقت کښې د يَومِ الدِّين معنیٰ ده: د جزا ورځ (او ضروري نه ده چې دا ورځ هُم د قيامت ورځ وي) ځکه چې د ګناه سزا مُتَاَخِّر [يعنې وروستو] نه وي بلکې چې څنګه هُم بنده ګناه کوي،


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:2 ،سورۂ بقرہ ، زیرِ آیت:204 تا 206 ،جلد:2 ، صفحہ:337 بتغیر قلیل ۔