Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
پۀ دې آيت مبارک باندې د عمل کولو پۀ باره کښې علّامه محمد بن يوسُف سَنُوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو مَدَني ګل ذِکر کړے دے، د هغوئي د ارشاداتو خُلاصه ده: الله پاک خپل دوه صفتونه رحمان صِفَت او رَحِيم صِفَت پۀ يو ځائے باندې ذِکر کړل، د روايتونو مطابق د رحمان صِفت تعلق د دُنيا د نعمتونو سره دے او د رحيم صفت تعلق د اخرت د انعامونو سره دے۔ عقل مند هغۀ دے کوم چې د دې دواړو صفتونو فيضان حاصل کړي۔ د دې طريقه دا ده چې انسان د دُنيا صِرف هٰغه نعمتونه اِختيار کړي کوم چې د اخرت د نعمتونو ذريعه جوړه شي، مثلاً * اِيمان د دُنيا عظيم ترين نعمت دے او پۀ اخرت کښې به د دې پۀ وجه باندې جنَّت نصيب کيږي * دغه شان عبادتونه، نيک اعمال، نـمونځونه، روژې، حج، زکوٰة، د مور پلار خِدمت، نيک سلوک، ښه اخلاق، دا هٰغه نعمتونه دي کوم چې به پۀ اخرت کښې پۀ کار راځي * دغه شان هٰغه نعمتونه کوم چې پۀ نيک کارونو کښې مرسته او مدد کوي، لکه مناسب خوراک نعمت دے، پۀ دې سره پۀ عبادت باندې طاقت حاصليږي، پۀ مناسب مقدار کښې حلال رزق، پۀ دې باندې زړۀ پۀ سکون کښې وي او مطمئين اوسي او انسان پۀ اطمينان سره عبادت کولے شي، غرض دا چې پۀ دُنيا کښې دوه قِسمه نعمتونه دي کوم چې به پۀ اخرت کښې پۀ کار راځي: (1): يو هٰغه نيک اعمال د کومو چې به ثواب ميلاؤيږي (2): دويم هٰغه نعمتونه کوم چې پۀ عبادت او نيکۍ کښې مرسته وکړي، بنده له پکار دي چې هم دا دوه قِسمه نعمتونه اختيار کړي، د دې نه علاوه د دُنيا د عيش او عشرت وغيره نه بے رغبته شي، چې داسې وکړي نو د هغۀ به د رحمان صِفت فيضان هم نصيب شي چې دُنيا به يـې ښه شي او د رحيم صفت فيضان به يـې هم نصيب شي چې اخرت به يـې ښه شي۔ ([1])