Book Name:Salam Ko Aam Kijiye
مينځ کښي يـې ووئيل: کيدے شي چې مونږه د چا سره ميلاؤيدل غواړو هغۀ دا نۀ وي۔ حضرت سلمان فارسي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ وفرمائيل: تاسو چې د چا سره ميلاؤيدل غواړئ، زۀ هم هغۀ يم۔ ما د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زيارت شرف حاصل کړے دے او د هغوئي بابرکته صحبت هم ما ته حاصل دے، خو (پۀ حقيقت کښې) صحابي هغۀ دے کوم چې د حضور نبئ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره جنَّت ته داخل شي۔
د دې نه پس حضرت سلمان فارسي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پوښتنه وکړه: تاسو دواړه څنګه راغلي يئ؟ عرض يـې وکړو: مونږه د شام نه ستاسو د ورور حضرت اَبُو دَرداء رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د خوا نه راغلي يو۔ بس دومره اوريدل وو چې حضرت سلمان فارسي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فوراً وفرمائيل: بيا راوړئ هغوئي چې زما د پاره کومه تحفه راليږلې ده، هغۀ راکړئ۔۔۔! دا يـې چې واوريدل نو حضرت اَشعَت بن قيس او حضرت جَرِير بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهما حيران پاتې شول او عرض يـې وکړو: عالي جاه! هغوئي ستاسو د پاره هيڅ تحفه نۀ ده راليږلې۔ اوئې فرمائيل: څوک چې هم د هغوئي د خوا نه راځي، هغوئي زما د پاره تحفه ضرور راليږي، ځکه د الله پاک نه ويريږئ او امانت ادا کړئ۔ عرض يـې وکړو: حضور! دا زمونږه ساز او سامان دے، دا چې تاسو څنګه غواړئ نو استعمال يـې کړئ، خو حضرت اَبُو دَرداء رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ستاسو د پاره هيڅ تحفه نۀ ده راليږلې۔ اوئې فرمائيل: زما ستاسو مال ته هيڅ ضرورت نشته، زما خو بس هُم هٰغه تحفه پکار ده کومه چې زما ورور راليږلې ده۔ بيا خو دې دواړو حضراتو قَسم وخوړو، عرض يـې وکړو: پۀ الله پاک مو دې قَسم وي چې حضرت اَبُو دَرداء رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ هيڅ تحفه نۀ ده راليږلې۔ چې کله مونږ د هٰغه ځائے نه راتللو نو هغوئي صرف دومره فرمائيلي وو چې پۀ عراق کښې يو داسې صحابيِ رسول اوسيږي چې هغۀ به کله د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې يواځې وو نو رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به د بَل چا حاجت نۀ وو، چې کله تاسو د هغوئي