Book Name:Salam Ko Aam Kijiye
سره تلي ميلاوهل پکار دي۔([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د اخلاقي مؤمِن جوړيدو، د الله پاک او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عشق حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې پوره برخه واخلئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول هم دي۔
* د سحر د نـمونځ د پاره خلق راپاڅول د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي۔ * د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې د سحر د نـمونځ د پاره تللو نو اوده [خلق] به يـې راپاڅول۔([2]) * د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ هم دغه انداز وو ([3]) او * د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ به هم پۀ دې ښکلو ښکلو سُنَّتو باندې عمل کولو۔ ([4])
* تاسو هم دا سُنَّت اختيار کړئ! د سحر د نـمونځ د پاره خلق راپاڅوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې نور راپاڅوئ نو پخپله به درته هم د جَمعې سره د سحر د نـمونځ کولو سعادت درنصيب کيږي * سحر سحر به مو د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب نصيب کيږي * ستاسو پۀ راپاڅولو چې څومره خلق نـمونځ کوي، د هغوئي د ټولو د نـمونځونو ثواب به هغوئي ته هم ميلاويږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ستاسو پۀ اعمال نامه کښې به هم ليکلے کيږي۔ * سحر وختي به درته د پيدل تللو موقع ميلاويږي نو صحت به مو هم ښه کيږي *