Book Name:Salam Ko Aam Kijiye
يا جواب يـې ورکړو خو بغير د شرعي مجبورئ نه يـې فوراً ورنکړو نو ګنهګار به شي.([1]) ځکه چې کله هم څوک سلام وکړي نو پۀ پوره توجه سره پۀ دومره اواز کښې جواب لازمي ورکوئ چې سلام کوونکے يـې واوري۔ پۀ څومره الفاظو چې هغۀ سلام وئيلے وي نو کم از کم پۀ هٰغه همره الفاظو کښې خو جواب ضرور ورکوئ! افضل دا دي چې پۀ جواب کښې الفاظ زيات کړے شي! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيرې نيکۍ به ميلاؤيږي۔
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته سلام وښودلو
يو صحابي دے، حضرت ابو راشِد عبد الرحمان رَضِیَ اللهُ عَنْہُ۔ دا چې کله پۀ وړومبي ځل بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو نو فرمائي چې زۀ هٰغه وخت ډير وړوکے ووم۔ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته چې ورسيدم نو ما د عرب د عادت مطابق ووئيل: اَنْعِمْ صَبَاحًا (ستاسو صبا دې ښه وي، چې پۀ انګلش کښې يـې وائې نو د دې ترجمه به جوړيږي: Good Morning) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دا خو د مسلمانانو سلام نۀ دے۔ عرض يـې وکړو: بيا څنګه عرض وکړم؟ اوئې فرمائيل: چې کله د مسلمانانو سره ميلاؤيږې نو وايه: اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہِ۔ نو هغوئي هم داسې عرض وکړو، بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جواب ارشاد کړو۔([2])
دغه شان يو ځل يو غير مسلمه پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته راغلو، هغۀ د خپل دستور مطابق ووئيل: اَنْعِمْ صَبَاحًا ستاسو صبا دې ښه وي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: الله پاک د دې نه د سلام ښه انداز مونږ ته راعطا کړے دے، زمونږه تَحِیَّت (يعنې د ملاقات اَدَب) سلام دے۔ دا انداز د جنَّت والؤ هم دے۔([3])