Book Name:Salam Ko Aam Kijiye
سودا ته کتل، نۀ به يـې د نرخ پوښتنه کوله، او نۀ به يـې څۀ اخستل۔ بس تللو به او واپس به راتللو۔ يوه ورځ د هغوئي غلام حضرت ابو رَافِع رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ترينه اخر پوښتنه وکړه چې عالي جاه! دا څۀ قيصه ده؟ تاسو بازار ته ځئ، نۀ څۀ اخلئ، نۀ څۀ ته ګورئ، بيا بازار ته ولې ځئ؟ اوئې فرمائيل: زۀ خلقو ته سلام کولو د پاره ځم۔([1])
يعنې پۀ بازار کښې ډير خلق موجود وي، ځکه زۀ بازار ته د دې د پاره ځم چې هلته خلقو ته سلام وکړم، يو خو د هغوئي نه د سلام د جواب پۀ شکل کښې د سلامتيا دعاګانې واخلم، دويم دا چې پۀ سلام کولو نيکۍ وګټم۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې جذبه ده۔ کاش چې زمونږه هم داسې شوق نصيب شي چې بس پۀ ژبه باندې اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہِ وَبَرَکَاتُہ جاري وي، چې کله هم د مسلمان ورور سره ملاقات کيږي، فوراً پۀ وړومبي سلام کولو اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہِ وَبَرَکَاتُہ ووايئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيرې نيکۍ به مو نصيب شي۔
دا هم ډيره خوندوره خبره ده، سلام کول سُنَّت او جواب ورکول واجب دي خو دا هٰغه سُنَّت دي د کومو ثواب چې د واجبو نه هم زيات دے۔ آؤ جي! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: چې کله دوه مسلمانان ملاقات کوي او پۀ هغوئي کښې يو خپل ملګري ته سلام کوي نو پۀ هغوئي کښې الله پاک ته زيات محبوب (يعنې خوښ) هغۀ وي کوم چې د خپل ملګري سره پۀ زياته ګرم جوشۍ سره ملاقات کوي، بيا چې کله هغوئي لاسونه ميلاوهي نو پۀ هغوئي باندې 100 رحمتونه نازليږي، پۀ هغې کښې 90 رحمتونه (پۀ سلام کښې) د وړومبي والي کوونکي د پاره او 10 د لاس ميلاوهونکي د پاره دي۔ ([2])