Book Name:Salam Ko Aam Kijiye
مُصَافَحَه (يعنې لاس ميلاوهل) هم سُنَّت دي۔ دا نيک عمل هم اختيارول پکار دي۔ يو ځل حضرت مُجاهِد رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ وفرمائيل: د الله پاک د رضا د پاره پۀ خپل مينځ کښې محبت لرونکي، څوک چې پۀ خپل مينځ کښې ورورولي ساتي، کله چې پۀ دوئي کښې يو د بل طرف ته روان شي، د خپل ورور لاس ونيسي او د هغۀ د پاره مُسکے شي نو د دې دواړو خطاګانې داسې ختميږي لکه څنګه چې د وَنې نۀ پاڼې راغورځيږي۔ ([1]) پۀ يو روايت کښې دي: حضرت مجاهد رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: چې کله يو کَس د خپل مسلمان ورور سره ميلاؤ شي، د هغۀ سره مُصَافَحَه وکړي (يعنې لاس ميلاؤ کړي) نو د هٰغه دواړو ګناهونه داسې رژيږي لکه څنګه چې پۀ تيزه سيلۍ کښې پاڼې راغورځيږي۔ د حضرت مجاهد رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ دا خبره چې يـې واوريدله نو يو کَس پۀ حيرانتيا سره ووئيل: بے شکه دا خو ډير وړوکے عمل دے (يعنې پۀ دومره اسان عمل باندې دومره لوئي انعام څنګه ميلاؤيدے شي؟) حضرت مجاهد رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ وفرمائيل: (اے انسانه!) آيا تا د الله پاک فرمان نۀ دے اوريدلے ([2]):
وَ اَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْؕ-لَوْ اَنْفَقْتَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مَّاۤ اَلَّفْتَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ وَ لٰكِنَّ اللّٰهَ اَلَّفَ بَیْنَهُمْؕ-اِنَّهٗ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ(۶۳) (پارہ:10، سورۀ الاَنفال:63)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان : او هغۀ د مسلمانانو پۀ زړونو کښې محبت پيدا کړو، که تا پۀ زمکه کښې چې کوم څۀ دي ټول خرچ کړي وے نو بيا دې هُم د هغوئي پۀ زړونو کښې محبت نۀ شو پيدا کولے۔
يعنې د دوو زړونو پۀ خپل مينځ کښې محبت د کوم پۀ نتيجه کښې چې خلق د يو بَل سره ميلاؤيږي او لاس ميلاوهي، دا محبت څه وړوکے شان عمل نۀ دے بلکې، دا خو بے بها نعمت دے کوم چې د دُنيا پۀ ټول دولت خرچ کولو هم نشي حاصليدے۔