Salam Ko Aam Kijiye

Book Name:Salam Ko Aam Kijiye

اِسلامي سلام د ټولو طريقو نه ښه دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! افسوس چې نن سبا مسلمانان روان دي خپله طريقه پريږدي، ډير مسلمانان دي کومو چې د ماډرن جوړيدو پۀ چکر کښې د سلام سُنَّت پريښودے دے، چې کله د يو بل سره ميلاؤيږي نو * هائے! * How Are You * کله Good Morning نو کله * Good Evening وغيره پته نۀ لګي چې څۀ څۀ وائي۔ کوم خلق چې ډير تعليم يافته نۀ وي، هغوئي که هسې د ماډرن جوړيدو کوشش نۀ کوي نو بيا هم پۀ هغوئي کښې هم مختلف اندازونه رائج دي * ډير خو پکښې داسې دي کوم چې سلام هډو کوي نۀ، بس پۀ لاس باندې لاس کيږدي يا صرف ګوتې ميلاؤ کړي * داسې نادانه هم دي کوم چې د ملاقات پۀ شروع کښې کنځلې کوي * اے، ووو وائي * غرض دا چې د ملاقات پۀ وخت ډير عجيبه عجبيه اندازونه خلقو اختيار کړي دي۔ دا ټولې طريقې د سُنَّتو خلاف دي۔

مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، مونږه حديثونه مبارک واوريدل، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    باقاعده اَنْعِمْ صَبَاحًا (يعنې پۀ Good Morning) وئيلو سره ملاقات کوونکي منع کړل او تربيت يـې وفرمائيلو چې سلام اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہِ دے بلکې د ابو داؤد شريف پۀ حديثِ پاک کښې دي، حضرت عمران بن حصين رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: مونږه به د جهالت پۀ زمانه کښې وئيل: اَنْعَمَ اللہُ بِکَ عَیْنًا (الله پاک دې ستاسو پۀ ذريعه سترګې يخې کړي)، يا به مو وئيل: اَنْعِمْ صَبَاحًا ستاسو صبا دې ښه وي۔ دِينِ اِسلام مونږه د دې نه منع کړو (او د اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وَرَحْمَۃُ اللہِ وَبَرَکَاتُہ! وئيلو حکم يـې وکړو)۔([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې خبرو باندې ځان پوهه کول پکار دي چې اِسلام


 

 



[1]... مصنف عبد الرزاق، کتاب الجامع، باب کیف السلام و الرد، جلد:10، صفحہ:7، حدیث:19606۔