Wo Hum Mein Se Nahi

Book Name:Wo Hum Mein Se Nahi

      يو ځل د شيخِ طريقت اميرِ اهلسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ يو ګاونډي د هغوئي نه ناراضه شوے وو، هغوئي [يعني امير اهلسُنَّت] څه غلطي هم نه وه كړي، بس هغه ته غلط فهمي شوي وه. هغه [ګاونډي] د هغوئي خلاف ډيرې خبرې هم اوكړې، هغوئي چې چرته د جمات امام وو، هلته لاړو او د لمُونځ ګزارو په مخ كښې ئې ډير شور زوَګ هم اوكړو خو قربان شم! د امير اهلسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د حكمتِ عملئ نه، هغوئي د هغه نه څه بدله وا نه اخستله، يوه ورځ هغه ناراضه ګاونډي د هغوئي په محله كښې د يو څو سړو سره ولاړ اوليدلو، هغوئي [يعني امير اهلسُنَّت] ناڅاپه ورمخكښې شو او هغه ته ئې سلام اوكړو. خو هغه څه زيات ناراضه وو، هغه ترې مخ واړولو. په دې باندې امير اهلسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په جذباتو كښې رانغلو بلكه نور ور مخكښې شو او سينے ته ئې راجوخت كړو، د هغه نوم ئې واخستلو او د محبت نه ډك انداز كښې ئې اووئيل: ډير ناراضه شوے ئې. بس د نرمئ دا الفاظ وئيل وو چې د هغه غُصَّه ختمه شوه. بےاختياره د هغه په ژبه دا الفاظ راغلل: نه!  وروره! نه! الياس وروره! هيڅ څه ناراضګي نشته! بيا هغوئي [يعني امير اهلسُنَّت] هغه خپل كور ته بوتللو او د هغه خيرخواهي [يعني ميلمستيا] ئې هم اوكړه.[1]

ہے فَلاح و کامرانی نرمی و آسانی میں  ہر بنا کام بِگڑ جاتا ہے نادانی میں

ڈوب سکتی ہی نہیں موجوں کی طُغیانی میں     جس کی کشتی ہو مُحَمَّد کی نگہبانی

د ګاونډيانو يو څو حقونه

     اے عاشِقانِ رسول! خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګاونډي حق ضائع كوونكي نه د بيزارئ اظهار اوكړو او اوئې فرمائيل: څوك چې د ګاونډي حق ضائع


 

 



[1]...تعارفِ امیرِ اہلسنت،صفحہ:41 و 42 خلاصۃً۔