Wo Hum Mein Se Nahi

Book Name:Wo Hum Mein Se Nahi

د سلام جواب اسلامي حق دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كله چې يو مسلمان سلام اوكړي نو د هغې جواب وركول اسلامي حق دے. الله پاك په قرآنِ كريم كښې فرمائي:

وَ اِذَا حُیِّیْتُمْ بِتَحِیَّۃٍ فَحَیُّوْا بِاَحْسَنَ مِنْہَاۤ  اَوْ رُدُّوْہَا ؕ اِنَّ اللّٰہَ کَانَ عَلٰی کُلِّ  شَیْءٍ  حَسِیْبًا (۸۶)

(پارہ:5، النساء:86)                     [مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: او چې كله تا ته په يو لفظ سره سلام اوكړے شي نو ته د هغې نه په بهتر لفظ سره جواب وركړه يا هم هغه الفاظ اووايه بيشكه الله په هر څيز باندې حساب اخستونكے دے.

      په تفسير صراطُ الجِنان كښې د دې آيت لاندې ليك دي: سلام كول سُنَّت دي او جواب وركول فرض او په جواب كښې افضل دا دي چې په سلام كوونكي باندې سلام څه زيات كړي مثلاً وړومبے كس اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ اووائي نو دويم كس دې وَعَلَیْکُمُ السَّلَامْ وَرَحْمَۃُ اللہِ اووائي او كه وړومبي ورسره وَرَحْمَۃُ اللہِ هم وئيلي وو نو دا دې وَبَرَکَاتُہٗ  زيات كړي. د دې نه زيات په سلام او جواب كښې نور زيات والے نشته.[1]

په 100 كښې 90 رحمتونه چا ته نصىب كيږي؟

      فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: كله چې دوه مسلمانان ملاقات كوي او په هغوئي كښې يو خپل ملګري  ته سلام كوي نو په دوئي كښې الله پاك ته نزدې زيات محبوب (يعني خوښ) هغه دے كوم چې د خپل ملګري سره زيات په ګرم جوشئ سره ملاقات


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان،پارہ:5 ،النساء،زیرِ آیت:86 ،جلد:2،صفحہ:264۔