Book Name:Wo Hum Mein Se Nahi
*
د موبائل په ذريعه دوكه وركړے كيږى*
داسې موبائل ايپلي كيشن موجود دي، په كومو كښې چې دوكه وركړے
كيږي* د
دروغو قِصّے اورول * د خپل ځان له طرفه د درد او تكليف نه ډكې قِصّے جوړول، خلقو ته اورول او د
هغوئي نه مال اخستل
* د يو
څو منټو د پاره موبائل واخلي او داسې فنګشنز استعمال كړي چې د سړي مال لوټ شوے ئې،
هغه ته هډو خبر نه وي غرض چې د دوكه وركولو داسې داسې انداز راغلي دي چې د صحيح او
پوهه انسان دماغ خراب كړي او لوټ ئې كړي، هغه په خپل لاس خپل جمع شوے دولت حواله
كوي او هغه ته خبر نه وي.
دا دوكه وركوونكي خلق د ربِّ قَهَّار نه نه ويريږي، په دوكے سره مال لُوټ كوي او خوشحالئ مناوهي او چا ته چې ئې دوكه وركړي ده، د هغه بےوسه [غريب] ژوند برباد شي، د هغه اولاد د لوږې نه ژاړي، د كور نغرے ئې نه بليږي، تردې پورې چې د دوكه خوړونكو خلقو د خود كشئ واقعات هم موجود دي.
الله پاك دِ دې دوكے وركوونكو ته هدايت نصيب كړې. مسلمان ته دوكه وركول سخته ګناه، حرام او دوزخ ته بوتلونكے كار دے. په حديثِ پاك كښې دي: 3 كسان به جنَّت ته نه داخليږي، په هغوئي كښې يو دوكه باز هم دے.[1]
اے عاشِقانِ رسول! دا د دُنيا دولت چې عام طور د دې په لالچ كښې دوكه وركړے كيږي، ياد ساتئ! دا دولت ډير بے وفا دے، د دې لالچ انسان په دُنيا كښې هم او په