Share this link via
Personality Websites!
د حضرت عُقبه بِن عامِر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د قيامت په ورځ به وړومبي جګړے كوونكي دوه ګاونډيان وي.[1]
يعني د قيامت په ورځ به د ټولو نه وړومبي د ګاونډيانو جګړے ختمولے كيږي. بيا به د نورو [مُعاملاتو حساب كيږي]. خيال كوئ! په عباداتو كښې به وړومبے د لمَانځه حساب كيږي، په معاملاتو كښې به وړومبے حساب د ناحقې وينې وي او د حقونو ادا كولو په مُعامَله كښې به وړومبے حساب د ګاونډيانو وي.[2]
پڑوسی کو بھائی! نہ ہر گز ستانا وگرنہ جہنّم بنے گا ٹھکانا
اميرِ اهلسُنَّت او ناراضه ګاونډي
اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! د ګاونډي معامله څومره اهمه ده چې په ورځ د قيامت به د ګاونډيانو د جګړو حساب اول اخستے كيږي. مونږ له پكار دي چې د دُنيا نه د تللو نه مخكښې مخكښې دلته [په دُنيا كښې] د ګاونډيانو د جګړو وغيره مُعاملات حل كړو، خدائے دې نكړي كه يو ګاونډي زمونږ نه ناراضه وي، په هغې كښې كه زمونږه غلطي وي يا نه وي، بهرحال هغه راضي كړئ. په دې كښې مو د دُنيا او آخرت خير دے.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami