Book Name:Wo Hum Mein Se Nahi
اوچت آواز خبرې كوي * شور كوي او د دې خبرې پرواه نه كوي چې زمونږ د شور نه ګاونډي ته هم تكليف رسيدے شي * د چا په كور كښې د واده خوشحالي وي نو بيا خو د ګاونډي خوب حراميږي، يو خواه خو د سندرو باجو ګناه، د پاسه پرې غټ غټ ډيكونه لګولي وي او په اوچت آواز سره ئې چلوي، چا ته تكليف رسي، د چا خوب خرابيږي، څوك بےوسه بيمار دے، هغه ته تكليف دے، د وړو ماشومانو خوب خرابيږي، هغوئي هډو پرواه نه لري [چې مونږه هم چا ته تكليف رسوو]، * بعضې خلق د شپې په وخت د شور زوَګ [كارونه] شروع كوي، اګرچې دا ګناه نه ده خو د شپې په وخت په خپل كور كښې هم داسې كار كولو سره د ګاونډي په خوب كښې خلل راتلے شي. په دې وجه داسې كار دې په ورځ كښې اوكړي د پاره د دې چې ګاونډيانو ته تكليف نه وي.
پڑوسی کو بھائی! نہ ہر گز ستانا و گر نہ جہنّم بنے گا ٹھکانا
د ګاونډي چيلئ ته هم تكليف مه رسوئ...!
اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت اُمِّ سلمه رَضِیَ اللهُ عَنْها فرمائي: د يو ګاونډي چيلئ زمونږ كور ته را ننوته او هغې ډوډئ په خُله كښې اوچته كړه، زه چيلئ طرف ته وراغلم او ډوډئ مې د چيلئ د جامو نه راويستله. (خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زه په داسې كولو اوليدلم نو) اوئې فرمائيل: (اے اُمِّ سلمه!) چيلئ ته تكليف وركول به تا ته امان در نكړي ځكه چې دا هم ګاونډي ته د تكليف وركولو نه څه كم نه دي.[1]