Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
اوفرمائيل: لَا تَتَّخِذُوا الضَّیْعَةَ فَتَرْغَبُوا فِـى الدُّنْیَا يعنې (اے خلقو...!) جائيداد مه جوړوئ! ګنې نو بيا به د دُنيا شئ.[1]
په حديثِ پاک کښې دي: يو ځل يو کَس په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو، عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په ما څه شوي دي چې زه مرګ نه خوښووم (يعنې زما زړه د دُنيا په لور مائل دے، زه په خپل زړه کښې د آخرت په لور ميلان کم ساتم او مرګ کوم چې جنت ته د رسيدو لاره ده، زما دا مرګ خوښ نه دے). سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آيا ستاسو سره مال شته؟ عرض ئې اوکړو: آو جي! اوئې فرمائيل: خپل مال (د آخرت د پاره د صدقے او خيرات کولو سره) وړاندې اوليږه! ځکه چې د انسان زړه د خپل د مال سره وي، که دے خپل مال وړاندې اوليږي (يعنې صدقه او خيرات ئې کړي) نو د هغه سره ميلاويدل غواړي او که مال وروستو پريږدي نو د هغه سره وروستو پاتې کيدل غواړي.[2]
ہمارے دل سے نکل جائے الفتِ دنیا دے دل میں عشقِ مُحَمَّد مرے رچا یاربّ! [3]
يو ځل د يو نيک بزرګ په خدمت کښې عرض اوکړے شو: فلانکے کَس مال جمع کوي. د الله پاک نيک بنده ډيره ښکلې خبره اوفرمائيله، اوئې فرمائيل: هغه مال خو جمع