Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه د خپل يو ګاؤنډي د تپوس د پاره لاړم، کوم چې به غنم خرڅول، کله چې زه د هغه سر ته کښيناستم نو د هغه نه مې بيا بيا دا واوريدل: د اور 2 غرونه، د اور 2 غرونه. ما چې کله د هغه د کور والؤ نه د دې په باره کښې پوښتنه اوکړه، نو هغوئي اووئيل چې ده سره د غلے ناپ کولو 2 پيمانے وے، ده چې به کله د چا نه غنم اخستل نو په هغه غټه پيمانه به ئې ناپ کول او چې کله به ئې په چا خرڅول نو په وړه پيمانه به ئې د ناپ کولو سره خرڅول. هغه بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې بيا زه پوهه شوم چې دغه 2 لوښې هغه ته د اور په شکل کښې په نظر راځي.[1]
د الله پاک پناه...!! د الله پاک پناه...!! اے عاشقانِ رَسُول! غور خو اوکړئ! که يو کَس په ناپ تول کښې کمے هم کوي نو هغه به په ورځ کښې څومره ګټي؟ دغه يو څو سوه يا يو څو زره روپئ، خو د دې عارضي، فاني، يو څو سِکو وبال ته خو اوګورئ! په ځنکدن کښې هم مشکلات، په قبر کښې هم عذاب، په حشر کښې هم عذاب او د دوزخ حقداريدل د دې نه جدا ده. د يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت وو چې کله به هم هغوئي څه څيز اخستلو نو نيمه دانه به ئې کم اخستو او کله چې به ئې څه څيز خرڅولو نو يوه دانه به ئې زياته ورکوله او فرمائيل به ئې: خرابي ده د هغه چا د پاره کوم چې د يوے دانے په بدل کښې داسې جنت خرڅوي د کوم پلن والے چې د زمکې او آسمان نه زيات دے، څومره په نقصان کښې دے هغه کَس کوم چې د وَيل (يعنې دوزخ) په بدله کښې طُوبیٰ (يعنې جنت) خرڅوي.[2]