Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon

Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon

(1) کافِران د وَيل حقدار دي

 الله پاک ارشاد فرمائي:

فَوَیۡلٌ  لِّلَّذِیۡنَ کَفَرُوۡا مِنَ النَّارِ (۲۷)

(پارہ:23، الصاد:27)                        مفهوم ترجَمۀ کنزُ العِرفان: نو د کافِرانو د پاره د اور خرابي ده.

معلومه شوه چې کفر د دوزخ وَيل نومې درې حقدار جوړونکے سبب دے.

د کُفر نه نفرت کوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه مسلمانان يو، يقيناً دا د الله پاک ډير لوئے نعمت دے، زمونږه کلمه وئيل، مسلمانيدل به  اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دوزخ نه د بچ کيدو سره جنت ته د تللو ذريعه جوړيږي خو ياد ساتئ! د دوزخ نه د بچ کيدو او د جنت حقدار جوړيدلو د پاره صرف مسلمان كيدل کافي نه دي بلکه اِيمان سلامته وړلو سره د دنيا نه تلل هم ضروري دي.

ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د خپل ايمان فِکر اوکړو، الله پاک مونږ له د ايمان دولت راکړے دے، د دې قدر هم اوکړو، د هغه شکر هم ادا کړو او ورسره ورسره د کفر نه نفرت هم کوو. په حديثِ پاک کښې دي: په چا کښې چې 3 خبرې وي، هغه د ايمان خوږ والے بيامومي (په دې 3 کښې ئې يوه خبره دا ارشاد اوفرمائيله:) چې هغه د ايمان نه پس د کفر په لور ګرځيدل داسې ناخوښه ګڼي، لکه څنګه چې په اور کښې غورځيدل نه خوښوي.[1]

معلومه شوه: ايمان والا پاتې کيدلو، د ايمان د سلامتيا سره قبر ته د کوزيدو او په دې ذريعه د جنت حقدار جوړيدلو د پاره ضروري دي چې مونږه د کفر نه هر وخت نفرت کوو.


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الایمان، باب حلاوۃ الایمان، صفحہ:74، حدیث:16 ملتقطًا۔