Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
اوګورئ! په څومره واضحه ټکو کښې مونږ د پيغور ورکولو نه منع کړے شوي يو خو افسوس! نن سبا پيغورونه ورکول، مخامخ غيبت کول ډير معمولي ګڼلے کيږي * که څوک غريب وي نو هغه له د غريبئ پيغور ورکولے شي * که څوک لوړ [يعني اوچت قد والا] وي نو پيغور * که څوک غټ وي نو پيغور * که څوک کمزورے وي نو پيغور * که د چا اولاد نه وي نو پيغور * که څوک ان پړھه وي يا ليک لوستل نشي کولے نو پيغور * که د چا خپلوان نه وي نو پيغور * که د يو شاګرد نه غلطي اوشي نو پيغور چې ستا وړومبے استاد يا مور و پلار آيا تا ته دا هر څه ښودلي دي؟ * که د مُريد نه غلطي اوشي نو پيغور چې ستا پير ستا دا تربيت کړے دے؟ * د يو تنظيم يا تحريک سره د تعلق لرونکي کَس نه که غلطي اوشي نو د هغه تحريک چلولو والا ته پيغور...!!
غرض: پيغور ورکول نن سبا يو فيشن جوړ شوے دے، خلق په خبرو خبرو کښې داسې داسې پيغور ورکوي چې د مخامخ کَس زړه مات شي خو د دې هيڅ احساس نه کيږي.
پيغور ورکول د اسلامي شان خلاف کار دے
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ياد ساتئ! پيغور ورکول يعنې [په چا پسې] ټوقې کول د يو رښتيني مسلمان کار نه دے. د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلَا اللَّعَّانِ وَلَا الْفَاحِشِ وَلَا الْبَذِیْ يعنې مؤمن پيغور ورکوونكے، لعنت ويونكے، د بے حيائې خبرې كوونكے او بدې خبرې كوونكے نه وي.[1]