Share this link via
Personality Websites!
429220
7189
هغه د بدئ په طور باندې بيانولو ته غيبت وئيلے شي.[1]
آه! افسوس! نن سبا دا آفت هم په مونږ کښې ډير زيات دے، چې دوه کسان يو ځائے کښيني نو غيبتونه او چغليانې شروع کړي، چې دکان کښې کښيني نو غيبت، چې په دسترخوان کښيني نو غيبت، چې ګاډي کښې کښيني نو غيبت، چې دفتر ته راشي نو غيبت، په کور کښې کښيني نو غيبت، تر دې چې په جُمات کښې د لمُونځ په انتظار کښې ناست خلق هم د غيبت کولو سره د دوزخ حقدار جوړيږي.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غيبت ډير نقصاني عمل دے. په قرآنِ پاک کښې دي:
یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوا اجۡتَنِبُوۡا کَثِیۡرًا مِّنَ الظَّنِّ ۫ اِنَّ بَعۡضَ الظَّنِّ اِثۡمٌ وَّ لَا تَجَسَّسُوۡا وَ لَا یَغۡتَبۡ بَّعۡضُکُمۡ بَعۡضًا ؕ اَیُحِبُّ اَحَدُکُمۡ اَنۡ یَّاۡکُلَ لَحۡمَ اَخِیۡہِ مَیۡتًا فَکَرِہۡتُمُوۡہُ ؕ وَ اتَّقُوا اللّٰہَ ؕ اِنَّ اللّٰہَ تَوَّابٌ رَّحِیۡمٌ (۱۲)
(پارہ:26 ، الحجرات:12) مفهوم ترجمۀ کنزُ العرفان: اے ايمان والؤ! د ډير ګمان کولو نه بچ اوسئ بيشکه څه ګمانونه ګناه کيږي او (د پټو خبرو) تَکل مه کوئ او د يو بَل غيبت مه کوئ آيا په تاسو کښې به څوک خوښوي چې د خپل مړ ورور غوښه اوخوري نو دا به تاسو نه خوښوئ او د الله نه ويريږئ بيشکه الله ډير توبه قبلوونکے، مهربانه دے.
شيخِ طريقت، اميرِ اهلسنت حضرت علّامه مولانا محمد الياس عطار قادريد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami