Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
الله پاك به راضي شي * په رزق كښې به بركت وي * د علمِ دين خزانه به ميلاؤ شي * د نيكئ كولو ذهن به جوړ شي * د الله پاك عبادت به په صحيح او دُرُست انداز سره اوكړئ نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! كرم او كرم به اوشي * د مختصر كورسونو دا فائده هم ده چې انسان په غير محسوس انداز كښې ډير څه زده كوي * كار هم نه ورانيږي او په يو څو ورځو كښې ډير خاص معلومات ميلاويږي * لكه لمُونځ دے، د دې احكام او مسائل خو دومره دي چې كتابونه ترې ډك دي، مونږ به دومره غټ غټ كتابونه څنګه لولو؟ دومره وخت به څنګه اوباسو؟ په دې وجه آسانه طريقه ده چې 7 ورځې فيضانِ نماز كورس اوكړو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د دې غټو غټو كتابونو خلاصه به مونږ ته زده كړے شي دې خپل بركتونه دي. * بيا به ديني ماحول هم ميلاؤ شي * د نيك خلقو صحبت به نصيب شي، د
د 63 ورځې كورس ئې ژوند بدل كړو
د لاهور يو اسلامي ورور بيان دے: د دعوتِ اسلامي د ديني ماحول سره د تعلق ساتلو نه وړاندې زما ژوند فضول د ګناهونو نه ډک كارونو او بدو دوستانو په صحبت كښې تيريدلو. بيا داسې اوشو چې يو اسلامي ورور ما ته د 63 ورځو مدني تربيتي كورس كښې د داخله اخستلو ترغيب راكړو. د هغوئي پوهه كول زما په كار راغله او په خوش قسمتئ سره ما په 63 ورځو مدني تربيتي كورس داخله واخستله. په كورس كښې ما ته د زړه سكون نصيب شو، د فرض لمُونځونو پابندي كولو سره سره د نفل عبادت هم ذِهن جوړ شو، د اوداسه، غُسل او لمُونځ وغيره ضروري مسائل مې زده كړل، د عاشقانِ رسول د صحبت په بركت سره مې دِيني ذِهن هم جوړ شو، ما په خپل مخ باندې د سُنت مطابق