Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
چيچل اوكړي نو د زرو كالو پورې به د هغې تكليف نه ختميږي، دوزخيان به بيا د الله پاك نه باران اوغواړي، په دې ځل باندې به د دوئي د پاره د تور زنګ وريځ را اوليږلے شي، دوئي به دا ګڼي چې اوس به باران اوشي خو د دې ورىځې نه به د اوښ د څټ په شان غټ غټ ماران راغوزار شي كوم چې به دوئي چيچي.[1]
په يو روايت كښې دي: هغه خلق د كومو د پاره چې د دوزخ حكم واورولے شي، كله چې هغوئي د دوزخ په لور بوتلے شي، دوئي به دوزخ او د هغې عذابونه د نزدې نه اوويني نو حضرت مالِك عَلَیْهِ السَّلَام ته به عرض اوكړي: اے مالِك! مونږ ته په خپل ځان باندې د ژړيدلو اجازت راكړئ! حضرت مالِك عَلَیْهِ السَّلَام به دوزخ ته د غورځولو نه مخكښې هغوئي ته د ژړا موقع وركړي، دا خلق به په ژړا شي تر دې پورې چې اوښكې به ئې ختمې شي او د هغوئي د سترګو نه به وينې روانې شي، حضرت مالِك عَلَیْهِ السَّلَام به اوفرمائي: څومره ښكلي ژړا ده كه دا په دُنيا كښې وې....!! كه تاسو په دُنيا كښې د الله د ويرې نه دومره ژړلي وے نو نن به د دوزخ اور تاسو ته در رسيدے...!! بيا به حضرت مالِك عَلَیْهِ السَّلَام دوئي دوزخ ته غوزار كړي.[2]
خوف دوزخ کا آہ! رحمت ہو خاکِ طیبہ کا واسطہ یارَبّ!
میرا نازُک بدن جہنّم سے از طفیلِ رضا بچا یارَبّ![3]
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوكړئ! دوزخ څومره ډير سخت دے...!! دا هاغه خبرې دي كومې چې مونږ ته د روايتونو په ذريعه معلومې شوي دي، ګنې په