Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
د حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويره
حضرت سُفيان ثَوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير د اوچتې مرتبے عالمِ دِين، د اوچتې درجے مُحدِّث او ولئ کامِل دے، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره کښې نقل دي چې د هغوئي ملا په ځلمي توب کښې ټيټه شوې وه. خلقو څو ځله د دې وجې نه د ځان خبرولو کوشش اوکړو خو حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هيڅ جواب ورنکړو. يو ځل د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شاګرد بيا بيا د دې وجه اوپوښتله نو اوئې فرمائيل: زما يو استاذ وو، هغه په ډيرو لويو علمائے کرامو کښې شميرلے کيدلو، ما د هغوئي نه ډير علوم زده کړي وو، کله چې د هغوئي د وفات وخت رانزدې شو نو ما ته ئې اووئيل: اے سفيان! آيا تا ته پته ده چې زما سره څه معامله اوشوه؟ ما تر 50 کالو پورې د الله مخلوق ته د الله پاک اطاعت او د ګناهونو نه د بچ کيدو تلقين کولو خو افسوس! نن چې زما د ژوند ډيوه مړه کيدونکې ده نو الله پاک زه د خپلې بارګاه نه د دې وئيلو سره راويستم چې تۀ زما بارګاه ته د راتللو اهليت نه لرې.
د خپل استاذ دا خبره چې مې واوريده نو د عِبرت په وجه زما ملا را ماته شوه، د کومې د راماتيدو آواز چې هلته موجودو خلقو هم واوريدو. ما د الله پاک د ويرې نه اوښکې توئيولې او سخت بيمار شوم.[1]
فِکْرِ مَعَاش بَد بَلا، ہَوْلِ مَعَاد جاں گُزا
لاکھوں بَلا میں پھنسنے کو رُوح بدن میں آئی کیوں؟
وضاحت: يعنې د ژوند اسباب مثلاً د خوراک څښاک وغيره فِکر! د قبر د تنګيدو او د قيامت د سختو ويره! داسې په لکونو بلاګانو کښې د انښتو د پاره رُوح بدن ته ولې راغلے وو...؟