Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon

Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon

(5) قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ تر مينځه كښينولو، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئې لوَلي.[1] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو:  

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ

(6) دُرُودِ شَفاعت

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره به زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو:

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

(1) د يو زر ورځو نيكئ:

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما  نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو:

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ


 

 



[1]… القول البدیع،الباب الاول،ص۱۲۵

[2]… الترغیب والترہیب،کتاب الذکر و الدعاء،۲/۳۲۹،حدیث:۳۰

[3]…  مجمع الزوائد،کتاب الادعیۃ،باب فی کیفیۃ الصلاۃ…الخ،۱۰/۲۵۴،حدیث:۱۷۳۰۵