Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
الله پاک دې مونږه د غيبت، چغلئ، دروغو او لوظ ماتولو وغيره ګناهونو نه بچ کړي او د نيک کار کولو سره دې د جنت حقدار جوړيدو توفيق را عطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نور څوک دي کوم چې به د دوزخ د خطرناکې درې وَيل حقدار جوړيږي، الله پاک فرمائي:
الَّذِیۡ جَمَعَ مَالًا وَّ عَدَّدَہٗ ۙ (۲)
(پارہ:30 ، اَلْہُمُزَہ:2) مفهوم ترجمۀ کنزُ العرفان: کوم چې مال جمع کړو او د شميرلو شميرلو سره ئې کيښودو.
ياد ساتئ! د ضرورت په طور مال جمع کول او د شميرلو سره کيښودل شرعاً جائز کار دے، ګناه نه ده. البته! د مال جمع کولو يو څو صورتونه ډير بد دي، مثلاً په حرامه ذريعه مال ګټل او جمع کول * د جمع کړے شوي مال نه شرعي حقونه (مثلاً زکوٰة وغيره) نه ادا کول * په مال جمع کولو کښې داسې مشغوليدل چې الله پاک هير کړے شي، د مال په حرص کښې لمُونځ، روژې او نورو عبادتونو ته پام نه کول وغيره. که د مال جمع کولو داسې صورتونه وي نو دا ډير په نقصان او هلاکت کښې غورځوونكے کار دے.
آہ!دولت کی حفاظت میں توسب ہیں کوشاں حِفظِ ایماں کا تصوُّر ہی مِٹا جاتا ہے
یاد رکّھو! وُہی بے عقل ہے اَحمق ہے جو کثرتِ مال کی چاہت میں مرا جاتا ہے
اپنی الفت کا مجھے جام پلا دو ساقی قلب دنیا کی محبت میں پھنسا جاتا ہے [1]