Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon

Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon

د قرآنِ کريم مشهور مُفَسِّر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې ليکي: يعنې دا عيبونه په رښتيني مسلمان کښي نه وي، خپلو عيبونو ته نه کتل او د نورو مسلمانانو عيبونه لټول، هر يو له پيغور کول د اسلامي شان خلاف دے.[1]

د پيغور په جواب کښې پيغور مه ورکوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! که چرې څوک مونږ ته پيغور راکړي نو د هغې په جواب کښې هم پيغور نه ورکول او ځان د پيغور وركولو نه بچ ساتل بهتره خبره ده. رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: که يو کَس تاسو ته ستاسو د څه عيب پيغور درکړي نو تاسو هغه له د هغه د عيب پيغور هيڅ کله هم مه ورکوئ ځکه چې ستاسو به ثواب کيږي او په پيغور ورکوونکي به وبال وي.[2]

الله پاک دې مونږه د پيغور ورکولو يعنې په چا پسې د ټوقو کولو، مخامخ د هغه عيب بيانولو او نورو ته د تکليف رسولو نه د بچ کيدو توفيق راکړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

غيبت کول

اے عاشقانِ رَسُول! غيبت کول هم د دوزخي دَرې وَيل حقدار جوړوي. د چا عيب د


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:6 ، صفحہ:469۔

[2]... ابنِ حبان، کتاب البر و الاحسان، فصل من البر و الاحسان، صفحہ:255، حدیث:522۔