Book Name:Jahannami Wadi Wail Ke Haqdar Kon
کوي، آيا د دې مال خرچ كولو د پاره ورځې هم جمع کوي.[1]
دا يو ښکاره حقيقت دے، مال چې تر څو پورې زمونږ سره وي، که خزانے ډکې وي، مونږ د کروړونو روپو مالکان يو، دا مال مونږ له بالکل نفع نشي راکولے، د مال فائده هغه وخت وي چې کله انسان دا لګوي او د مال د لګولو د پاره وخت پکار وي، ژوند پکار وي! چې ساه ګانے روانې وي، بيا انسان د مال نه فائده اخستے شي خو معامله داسې ده چې انسان په مال پسې منډې وهي، د روپئ روپئ سره مال جمع کوي، د ده په خزانه کښې مال زياتيږي، بينک بيلنس زياتيږي خو آه! د دې سره سره ژوند کميږي. دلته خزانه ډکيږي، هلته ئې ژوند ختم شوے وي.
سیٹھ جی کو فِکْر تھی کہ اِکْ اِکْ کے دَسْ دَس کیجئے!
موت آ پہنچی کہ مسٹر جان واپس کیجئے!
بيا دوه کارونه کيږي: (1) د مال سره محبت کولو والا، د مال په حِرص کښې آخرت هيرولو والا خالي لاسونه قبر ته کوزيږي (2) د هغه جمع کړے شوے مال د هغه وارثان ئې په مزے سره الوځوي. آه!
چِہ چِیْزَے بَہ چِہْ چِیْزَے رَفْت
يعنې هئ افسوس! څومره قيمتي ژوند، په څومره سپک کار کښې تير شو...!!
افسوس گھٹتی جا رہی ہے زِندگی پر مَیں دبا ہی جاتا ہوں عِصیاں کے بار میں[2]
د مال په طلب کښې دومره ورک شو چې د لمُونځ د پاره خو وخت ميلاؤ نه شو، د دنيا