Karamat e Auliya Ke Saboot

Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot

وخت پس ئې اوفرمائيل: سترګے اوغړوه! ما سترګے اوغړولې نو مونږ واپس مصر ته رارسيدلي وو.[1]

د هر زيارت په ورځ د بريلي نه د مدينے سفر

 اعلیٰ حضرت امام اهلسنت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د هر زيارت په ورځ د بريلي نه مدينے منورې ته تشريف وړلو. د  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خليفه مولانا جميل رضوي ځوي مولانا حميد الرحمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه وړوکے ماشوم ووم، ما ته ډير ښه ياد دي چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به زما او د هر ماشوم سره په ”ستاسو“ وئيلو سره خبرے فرمائيلې. رټل، رد بد وئيل د هغوئي په مزاج مبارک کښې نه وو. يوه ورځ زه په بريلي شريف کښې د  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په کور کښې حاضر ووم، څوک صاحب د ملاقات د پاره راغلے. دا وخت د عام ملاقات نه وو خو هغه ضد نيولے وو چې د  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره خامخا ملاقات کول دي. زه د  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص کمرے ته د پيغام رسولو د پاره لاړم. خو په ټوله کمره کښې څه چې په ټول کور کښې  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چرته هم په نظر رانغلو. مونږه حيران وو چې آخر چرته لاړو، په دې کشمکس کښې ټول حيران ولاړ وو چې  اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ناڅاپه د خپلې خاص کمرے نه بهر تشريف راوړلو. ټول حيران پاتې شول او پوښتنه ئې اوکړه چې کله مونږه اولټولئ نو تاسو چرته هم په نظر رانغلئ، اوس تاسو هم د کمرے نه بهر تشريف راوړلو، په دې کښې څه راز دے. د خلقو په بيا بيا پوښتنه باندې ئې اوفرمائيل:

 اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زه د هر زيارت په ورځ دا وخت د خپلې دې کمرے (يعنې بريلي شريف


 

 



[1]... اَلْکَوَاکِبُ السَّائِرَہ باعیان المائۃ  العاشرۃ، جلد:1، صفحہ:229 ملتقطًا۔