Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot
قرآنِ کريم کښې پوره سورت موجود دے، په کوم کښې چې بيان شول چې دا د اوچتې مرتبے حضرات تر 300 کالو پورې اوده وو، په دغه موده کښې نه د دوئي بدنونو ته څه نقصان اورسيدو، نه دوئي ته څه قسمه تکليف اورسيدو، بيا 300 کاله پس دوئي بالکل صحيح سلامت راپاڅيدل، د دوئي سره د دوئي سپے هم وو، هغه هم د غار په دروازه کښې وو، هغه هم د دوئي سره 300 کاله اوده وو، هغه ته هم څه تکليف اونه رسيدو. امام فخر الدين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: تر دومره اوګږدې مودې پورې اوده پاتې کيدل، د هغوئي په بدنونو کښې څه قسمه بدلون نه راتلل، بيا صحيح سلامت راپاڅيدل د اصحابِ کهف کرامت دے.[1]
بے موسمه ميوه ميلاويدل هم کرامت دے
هم دغه شان په قرآنِ کريم کښې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د مور بي بي حضرت مريَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د کراماتو ذِکر هم دے. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د پئيو څښلو په عمر کښې وه، حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام د هغوئي د [مور د طرف نه د] ترور خاوند دے، حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام په کفالت کښې ورکړے شوې وه،[2] په مسجدِ اقصٰی شريف کښې يوه حجره وه، حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام هغوئي هلته اوساتله، د حجرے کنجي به د حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام سره وه، د هغوئي نه علاوه به نه څوک دننه تلل، نه به څوک بهر راوتل، د دې باوجود به چې کله حضرت زکريا عَلَیْهِ السَّلَام هغه مبارکې حجرے ته تللو نو هلته به ئې بے موسمه ميوې ليدلې،[3] هغه ميوې کومې چې به په دغه ورځو کښې په