Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها يو بل کرامت په قرآن کريم کښې ذکر شوے دے، په 16 سيپاره، سورۀ مريم کښې واقعه ده چې کله د حضرت عيسٰي عَلَیْهِ السَّلَام د ولادت وخت رانزدې شو، حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها يواځې وه، د هغې خوراک ته حاجت وو، د هغې خوا ته د کجورے يو وَچ بوټے وو، د هغې پاڼے هم نه وې، خالي تنه پاتې وه، حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته حکم اوشو:
وَ ہُزِّیۡۤ اِلَیۡکِ بِجِذۡعِ النَّخۡلَۃِ تُسٰقِطۡ عَلَیۡکِ رُطَبًا جَنِیًّا (۲۵)
(پارہ:16، مریم:25) مفهوم تَرجَمه کَنْزُ الْعِرْفان: او د کجورے تنه اونيسه او خپل ځان طرف ته ئې اوخوزوه، هغه به په تا باندې ښکلې تازه کجورے را اوغورځوي.
صحابئ رسول حضرت عبدُ الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: هغه تنه بالکل وچه وه کله چې حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها هغه اوخوزوله نو هغې چې اوکتل نو په تنه باندې د پاڅه ښاخونه شوي وو، بيا هغې ميوه اوکړه، ګلونه په کچه ميوه کښې بدل شول، په هغې رنګ راغلے، چوارے جوړې شوې، بيا پخې شوې او تازه رس دارے کجورے جوړې شوې او د هغې رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها مخې ته رااوغورځيدلې. دا هر څه د سترګو په رَپ کښې اوشول.[1]
سُبْحٰنَ اللّٰہ! معلومه شوه د اوليائے کرامو د لاس لګيدو په برکت وچې تنې شنے کيږي، باغونه کيږي، ګلونه ميوې نيسي، د دوئي د لاسونو په برکت خشک سالي ختميږي. دا هم کرامت دے او د دې ذکر هم چرته اوشو؟ په قرآنِ کريم کښې.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې اُمَّت د اوليائے کرامو نه هم داسې