Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot
وئيلے شي[1] که د يو عام مؤمن نه داسې کار ظاهر شي نو هغې ته مَعُونَت وئيلے شي.[2]
علّامه يُوسُف بن اسماعيل نبهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د وَلي کرامت په اصل کښې د نبي معجزه وي (ځکه چې د ولي نه کرامت ظاهريدل د نبي عَلَیْهِ السَّلَام د رښتينئ دليل دے چې د کوم نبي عَلَیْهِ السَّلَام د پيروکار دا شان دے، پخپله به د هغه نبي شان او عظمت څه وي). نور ليکي: کله چې بنده خپل نفس، خپل نفساني خواهشات ختم کړي او هر قسمه د الله پاک په رضا کښې راضي شي، هغه کار کوي په کوم کښې چې د الله پاک رضا وي، د کومو کارونو نه چې الله پاک منع فرمائيلې ده، د هغې نه مخ واړوي، غرض دا چې خپل ځان د الله پاک په خوښه کښې فنا کړي نو الله پاک هم په خپل رحمت، په خپل فضل د هغه بنده خوښه پوره کوي.[3]
حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مشهور صحابئ رسول دے. يوه ورځ هغوئي د مدائن ښار نه را اووتل، د هغوئي يو ميلمه هم د هغوئي سره وو، (په لاره کښې په يو ځنګل تيريدل)، هوسئ په ځنګل کښې ګرځيدلے او مرغئ په هوا کښې اَلوتلے، حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوغوښتل چې د ميلمه ميلمستيا اوکړي. نو هغوئي هوسو او مرغو ته آواز اوکړو او اوئې فرمائيل: اے مرغو! په تاسو کښې دې يوه هوسئ او يوه مرغئ زما خوا له راشي، زه د خپل ميلمه ميلمستيا کووم.