Karamat e Auliya Ke Saboot

Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot

اوکړه: ولې پريشانه ئې؟ سوداګر ابو مظفر ورته ټوله واقعه بيان کړه. حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: پريشانه کيږه مه، په شوق سره د مُلكِ شام سفر اوکړه! اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! هر څه به بهتر شي. سوداګر ابو مظفر د هغوئي خبره اومنله او د قافلے سره مُلكِ شام ته روان شو، هغه په کاروبار کښې ډيره ګټه اوکړه، د دې سفر په دوران كښې سوداګر ابو مظفر يو خطرناک خوب اوليدلو، څه ګوري چې ډاکوانو په قافله باندې حمله کړې ده او ټول مال ئې لوټ کړے دے او دے ئې هم وژلے دے. د ويرې نه د هغه سترګے اوغړيدلې، د ويريدو سره چې راپاڅيدو نو هلته څه ډاکو وغيره نه وو.

دے د ډيرې ګټې سره په خوشحالئ خوشحالئ بغداد ته اورسيدو. بيا ئې سوچ اوکړو چې وړومبے د غوث پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ميلاؤ شم يا د شيخ حمّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره! [ميلاؤ شم]، اتفاقاً په لاره کښې ورسره شيخ حمّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ميلاؤ شو. هغوئي چې سوداګر اوليدلو نو ورته ئې اوفرمائيل: وړومبے لاړ شه او د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ميلاؤ شه چې هغه محبوب رَبَّاني دے، هغوئي ستا د پاره 17 ځله دُعا کړې وه، بيا هله ستا قسمت بدل شو، د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دُعا په برکت الله پاک ستا سره کيدونکې واقعه د بيدارئ نه په خوب کښې بدله کړه.[1] 

کِھلا میرے دِل کی کلی غوثِ اعظم                      مٹا قلب کی بے کلی غوثِ اعظم

نہیں کوئی بھی ایسا فریادی آقا                              خبر جس کی تم نے نہ لی غوثِ اعظم

صدا گر یہاں میں نہ دُوں تو کہاں دُوں                   کوئی اور بھی ہے گلی غوثِ اعظم

جو قسمت ہو میری بُری اچھی کر دے                   جو عادَت ہو بد کر بھلی غوثِ اعظم[2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... بہجۃ الاسرار، ذکر فصول من کلامہ مرصعا...الخ، صفحہ:64 خلاصۃً۔

[2]... سامانِ بخشش، صفحہ:119-120 ملتقطًا۔