Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot
دا د حضرت جُرَيج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کرامت وو، کوم چې زمونږه آقا او مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان اوفرمائيلو او امام بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا په خپل کتاب کښې ذکر کړے دے. د دې نه معلوميږي چې د اوليائے کرامو کرامات ظاهريدل هم حق دي او د اوليائے کرامو کرامات بيانول، خلقو ته وئيل زمونږ د خوږ الله کريم هم طريقه ده او زمونږ د محبوبِ کريم، رسولِ عظيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک انداز هم دے.
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اوليائے کرامو د کراماتو اوريدلو او نورو ته د اورولو سره په زړونو کښې د هغوئي محبت زياتيږي او د دې پاک ايماني محبت په برکت په قبر کښې په حشر کښې، د قيامت په ورځ امن نصيب کيږي او په زړه کښې ايمان مضبوطيږي. ځکه مونږ له پکار دي چې د اوليائے کرامو سره ډير محبت اوکړو، د هغوئي سيرت هم لولو، د هغوئي د کراماتو، د هغوئي د ايمان تازه کوونکو واقعاتو لوستلو سره، اوريدلو سره ايمان تازه کوو.
د اوليائے کرامو نه مدد غوښتل څنګه دي...؟
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! لکه څنګه چې اوليائے کرامو ته کرامات عطا کولے شي، داسې دوئي د مخلوق مددګار هم جوړولے شي، دا هم د اوليائے کرامو يو کرامت دے چې د الله پاک دا محبوب بندګان د مدد د پاره د غږ کوونکو آواز اوري او د هغوئي مدد ته ځان رسوي. بعضې خلق په دې باره کښې د شيطاني وسوسو ښکار وي، مثلاً وائي چې الله پاک په مدد باندې قادِر دے نو بيا د غوثِ پاک يا بل يو بزرګ نه مدد ولې اوغواړو؟ جواباً عرض دے چې دا د شيطان د ټولو نه خطرناک ګزار دے او داسې پته نه لګي چې شيطان څومره ګمراه کوي. حالانکه الله پاک د چا غير نه د مدد غوښتلو نه