Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو باندې دے.[1]
اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي. راځئ! د بيان اوريدو نه مخکښې څه ښه ښه نيتونه اوکړئ! مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې* د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجُّه به بيان اورم * څه چې اورم، د هغې د يادولو، پخپله د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش به کووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
زمونږه د پير حُضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په وخت مبارک کښې ابو مظفر نومې يو سوداګر وو. يو ځل دے د شيخ حمّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بارګاه کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: حُضُور! زه د تجارت د پاره مُلكِ شام ته ځم. تاسو ته د دُعا خواست دے.
ولي خو آخر ولي وي، د هغوئي نظر لوحِ محفوظ هم ويني. شيخ
حمّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه
د قسمت حال معلوم کړو او د غيبو خبر ورکولو
سره ئې اوفرمائيل: تاسو خپل سفر في الحال پريږدئ! که لاړئ نو ډاکوان به ټول مال
لوټ کړي او تاسو به قتل هم کړي.
سوداګر چې دا خبره واوريده نو ډير اوويريدو، د دې پريشانئ په حالت کښې بيرته راروان وو چې حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورسره په لار کښې ميلاؤ شو. پوښتنه ئې