Karamat e Auliya Ke Saboot

Book Name:Karamat e Auliya Ke Saboot

مسلمان ئې کړو، بيا ئې د هغه د سر او بريتو ويښته کټ کړل، ټوپئ ئې ورته په سر کړه او محمد نوم ئې ورله کيښودو. بيا باقي پاتې 6 کَسان کوم چې هلته د وړاندې نه موجود وو، هغوئي ته ئې اوفرمائيل: مونږه د هغه اووم په ځائے دا مقرر کړو.

دا ئې اوفرمائيل او حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بهر تشريف راوړلو، بيا ئې يو څو قدمه اخستي وو چې بغدار ته اورسيدلو. زه ورپسې هم وروستو وروستو [روان] ووم. حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل کور مبارک ته تشريف يوړلو او زه مدرسې ته لاړم.

زه حيران ووم چې دا څه واقعه ده؟ هغه کوم ښار وو؟ مَړے د چا وو؟ حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چاته کلمه اووئيله؟ شپه په دې سوچ کښې تيره شوله.

سحر چې کله زه د حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  مخې ته د زدکړې د پاره کښيناستم نو د هيبت په وجه مې ژبه نه خوزيدله. حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: ځويه! ولې نه لولې؟ ما عرض اوکړو: حُضُور! د شپې څه واقعه وه؟ ما ته د هغې په باره کښې اووائې! حُضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: هغه د (ايران يو ښار) نُهَاوَند وو او هغه 6 کَسان د وخت اَبدالان وو او د کوم چې تا د ژړا آوازونه اوريدل هغه اووم اَبدال وو، د هغه ځنکدن وو، بيا هغه وفات شو.

او هغه کَس کوم ته چې ما کلمه اووئيله او مسلمان مې کړو، هغه د قسطنطنيه اوسيدونکے يو غير مسلمه  وو، ما هغه مسلمان کړو او د اووم اَبدال په ځائے مې مقرر کړو. بيا ئې اوفرمائيل: اے ابو حسن! تر څو پورې چې زه ژوندے يم دا واقعه چاته هم مه وايه.[1]

منہ لگاتا نہیں دُنیا میں جسے کوئی بھی                                                                  بالیقیں اس کے طرفدار ہیں غوثِ اعظم


 

 



[1]... بَہْجَۃُ الْاَسْرَار ،صفحہ:138۔