Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې *  د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم۔ 

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مَرګ يادولو والا يو څو واقعې

کامِل ولي، حضرت خواجه بختيار کاکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ګُل مبارکه ورځ وه، زه د خپل کامِل پير حُضُور خواجه مُعِينُ الِدّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې حاضر شوم، هغه وخت شيخ شهابُ الدِّين سهر وردي، خواجه اَجَل شيرازي او شيخ سيف الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د زيارت د پاره راغلي وو۔ په مختلفو موضوعاتو باندې خبرې کيدلې، په دغه وخت کښې د خندا په باره کښې خبرې شروع شوې۔ په دې باندې خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: په بړق بړق خندل جائز خو دي (چې په دې کښې ګناه نشته)، البته په هديره کښې خندل نه دي پکار ځکه چې هديره د عِبرت ځائے دے۔ نقل دي: کله چې څوک د هديرې په خوا تيريږي نو مَړي وائي: اے غافِله! که چرې تاته معلومه شي چې ستا سره به څه کيږي نو د (ويرې په وجه به) ستا د بدن غوښه او څرمن اودوړيږې۔

د دومره فرمائيلو نه پس خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل ژوند مبارک يو څو د سبق نه ډکې او عبرتناکې واقعې بيان کړلې، اوئې فرمائيل: يو ځل زه او شيخ اَوحَد کِرماني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سفر وو، زمونږه ملاقات د يو زيات عمر کَس سره اوشو، هغه ډير بزرګ وو او د الله پاک په ياد کښې ډير زيات مشغول وو، ما د الله پاک په ياد کښې مشغول داسې