Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

هم ډير ښکلے وو، اوئې فرمائيل: زه د الله پاک بنده عزرائيل يم۔ ما حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام  ته عرض اوکړو: زه د الله پاک او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وسيله درکووم او خواست کووم چې تاسو زما نه د ساه اخستو په وخت په ما باندې نرمي اوکړئ۔ اوئې فرمائيل: په رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې زيات درودِ پاک لوله۔ ([1])

اے عاشقانِ رَسُول! د دې واقعې نه پته اولګيده چې د دُرودِ پاک د لوستلو چې چرته نور ډير بے شميره فضيلتونه او برکتونه دي، هلته د الله پاک د رحمت نه اُميد دے چې د زيات دُرودِ پاک لوستلو والا د روح د وَتلو په وخت به هم آساني وي۔ که چرې د دُرودِ پاک په برکت سره د مرګ په وخت د رُوح د بدن نه په جُدا کيدو کښې نرمي او آساني نصيب شي نو يقين اوکړئ چې دا ډيره ارزانه سودا ده، په دې کښې چرې هم د غفلت نه کار اخستل نه دي پکار۔

جان نکلے تو اس طرح نکلے                                    تجھ پر اے غمزدوں کے یار درود

دل میں جلوے بسے ہوئے تیرے                     لب  سے  جاری  ہو  بار  بار  درود([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیّات د عملونو دار او مدار په نيتونو باندې دے۔ ([3])

اے عاشقانِ رَسُول! ښه نيت بنده جنّت ته رَسَوي، د بيان اوريدلو نه مخكښې څه ښه ښه


 

 



[1]... سعادۃ الدارین، الباب الرابع، اللطیفۃ السادسۃ، صفحہ:124 -125 ملتقطًا و  ملخصاً۔

[2]... ذوقِ نعت، صفحہ:125 ۔

[3]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔