Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

ورسره، غاړه مې ورکړه، کښينولو مې، چائے مې راغوښتله۔ اوس چائے په ميز پرته وه او مونږه مخامخ ناست وو او د يو بَل سره مو خبرې کولې، يو څو سيکنډه اولګيدل، په ميز باندې پرته چائے، هم داسې پرته پاتې شوه او زما ملګرے د کوم سره چې زه ناست ووم خبرې مې کولې، ناڅاپه د مرګ په خوب اوده شو۔

آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں                       سامان سو برس کا ہے پَل کی خبر نہیں

يو شاعر د فِکر نه ډَکه خبرې کړې ده، ليکي:

اک یہ جہاں، اِک وہ جہاں، دونوں جہاں کے درمیاں

ہے فاصلہ اِک سانس کا، جو آگئی تو یہ جہاں، گر رُک گئی تو وہ جہاں

مرګ د کوم ځائے نه کوم ځائے ته اورسولو

حُجَّةُ الاِسلام امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د بني اسرائيلو يو مغروره کَس په خپله بنده کمره کښې وو، ناڅاپه يو کَس کمرے ته راغلے او د هغه مغروره کَس طرف ته ور وړاندې شو، هغه مغروره کَس په غصه کښې اووئيل: تۀ څوک ئې؟ او تا له د دننه راتلو اجازت چا درکړو؟ راغلي کَس اووئيل: ما له د دې کور مالِک اجازت راکړو او زه هغه يم کوم چې يو دربان هم نشي اودرولے، ماته د بادشاهانو نه هم د اجازت اخستو ضرورت نه وي، نه ما د چا دبدبه ويرولے شي، نه زما نه څوک مغروره او سرکشه بچ کيدے شي۔ دا ئې چې واوريدل نو هغه مغروره کَس د ويرې نه پَړمخې راپريوتو، بيا ئې ډير په ذِلت سره سر را اوچت کړو او اوئې وئيل: تۀ راته مَلکُ المَوت عَلَیْهِ السَّلَام  ښکاري؟ اوئې فرمائيل: آؤ! زه مَلکُ المَوت يم۔ هغه عرض اوکړو: آيا ماته مهلت ميلاؤيدے شي د پاره د دې چې توبه کړم او د نيکو لوظ اوکړم؟ اوئې فرمائيل: نه، ستا وخت پوره شوے