Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

شي، په جُماتونو کښې به اعلان کولے شي: فلانکے د فلانکي ځوي په حق رسيدلے دے۔ آه! بيا به ډير زر غُسل ورکوونکي رابللے شي، د غُسل نه پس به کفن اغوستلے شي، بيا۔۔۔!! زر به مونږ تياره قبر ته کوزولے شي۔ اے ايمان والوؤ! اويريږئ۔۔۔! د هغه ورځې نه اويريږئ۔۔۔!!

ہے یہاں سے تجھ کو جانا ایک دن                       قبر  میں  ہو گا  ٹھکانا ایک دن

منہ  خدا کو ہے  دِکھانا  ایک دن                               اب نہ غفلت میں گنوانا ایک دن

ایک دن مرنا ہے آخر موت ہے                         کر لے جو کرنا ہے آخر موت ہے

آيا څوک مړ کيدونکے داسې ژوند کوي۔۔۔؟ 

اے عاشقانِ رَسُول! چې مونږه لږ غور اوکړو: که چرې په مونږ کښې چاته اووئيلے شي چې سبا ستا د ژوند آخري ورځ ده۔ نو اووائيئ! يو مسلمان به د خپل ژوند هغه آخري ورځ څنګه تيروي؟ * آيا هغه به فلمونه ډرامې ګوري؟ * سندرې به اوري؟ * آيا هغه به دا غواړي چې نن په دُنيا کښې زما آخري ورځ ده ځکه چې نن څومره کيدے شي مال اوګټم؟ نه۔۔۔!! يو مسلمان به د خپل ژوند آخري ورځ داسې تيرول نه خوښوي بلکه مسلمان خو به د خپل ژوند هغه آخِري ورځ په نيکو کښې تيرول غواړي، لمونځونه به کوي، تلاوت به کوي، ډير زيات درود شريف به لولي، توبه به کوي، د بنده ګانو حقونه ئې که چرې خوړلي وي نو د معافئ څه حل به راوباسي، څومره چې کيدے شي بنده به د خپل ژوند د هغې آخرئ ورځې په نيکو کښې د تيرولو کوشش کوي۔

اوس لږ اووائيئ! آيا په مونږ کښې چاته دا پته شته چې زمونږ د ژوند آخري ورځ کومه ده؟ آخري ورځ خو ډيره غټه خبره ده، چې مونږ به بَله ساه هم واخلو، د دې هم مونږ ته