Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

چې به کله خلق د مرګ نه غافِله ليدل نو دروازې ته به ئې تشريف راوړلو، دروازه به ئې 3 ځله خوزله، بيا به ئې فرمائيل: اے خلقو! اے مسلمانانو! تاسو ته به يقيني مرګ راځي هغه به د ځان سره هاغه څه راوړي کوم چې به هغه ته راوړل وي، خبردار! د هر کوشش کوونکي د پاره يوه انتها ده او د هر کوشش کولو والا انتها مرګ دے، بس څوک مخکښې ځي او څوک وروستو۔ ([1])

د تعريف قابِل هغه کوم چې مرګ ياد ساتي

حضرت اِبنِ سابِط رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل په بارګاهِ رِسالت کښې د يو کَس ذِکر اوشو، صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د هغه صِفت اوکړو۔ په دې باندې خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: هغه مرګ څنګه يادوي؟ عرض اوکړے شو: د هغه نه  مو چرې هم د مرګ ذِکر نه دے اوريدلے۔ اوئې فرمائيل: بيا خو هغه داسې نه دے لکه څنګه چې تاسو وائيئ۔ ([2])

د مرګ د يادولو فضيلتونه او فائدې

 * په حديث شريف کښې دي: څوک چې د مرګ ياد ويروي قبر د هغه د پاره د جنّت باغ جوړيږي ([3]) * په بارګاهِ رِسالت کښې عرض اوکړے شو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا څوک به د شهيدانو سره هم راپاڅولے شي؟ اوئې فرمائيل: آؤ، هغه کوم چې په ورځ او شپه کښې 20 ځله مرګ يادوي ([4]) * د حضرت اَنس بن مالِک


 

 



[1]... شعب الایمان، باب :فی الزہد و قصر الامل، جلد:7 ،  صفحہ:356، حدیث:10569 ملتقطًا۔

[2]... مصنف ابنِ ابی شیبہ، کتاب:الزہد، باب:ما ذکر عن نبینا فی الزہد، جلد:8 ، صفحہ:129، حدیث:27۔

[3]... كنز العمال، كتاب :الموت، قسم الاقوال، جز:15،جلد:8، صفحہ:232، حدیث:42097 ۔

[4]... التذکرہ للقرطبی، باب ذکر الموت و الاستعداد لہ،  صفحہ:7۔