Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid
دريم به راسره بَل هيڅ يو څيز نه وي۔ ځکه عقل مند هغه دے کوم چې هم په ژوند کښې مرګ ياد ساتي او د دې د پاره تياري کوي۔ په 29 سيپاره، سورۀ ملک، آيت: 2 کښې الله پاک فرمائي:
الَّذِیۡ خَلَقَ الۡمَوۡتَ وَ الۡحَیٰوۃَ لِیَبۡلُوَکُمۡ اَیُّکُمۡ اَحۡسَنُ عَمَلًا ؕ (پارہ:29 ، سورۂ ملک:2)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: هغه کوم چې مرګ او ژوند پيدا کړو چې ستاسو کره کتنه اوشي [چې] په تاسو کښې د چا کار زيات ښه دے۔
معلومه شوه چې ژوند او مرګ زمونږ د کره کتنې د پاره دے چې څوک ډير ښه عملونه کوي۔ په دې آيت کښې د ښه عملونو نه مراد څه دے، په دې باره کښې يو قول دا دے چې ستاسو کره کتنه اوشي چې په تاسو کښې مرګ څوک ياد ساتي؟ او څوک د مرګ د پاره ډيره تياري کوي؟ ([1])
صحابئ رسول حضرت طارِق مُحارِبِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ماته نصيحت اوکړو او اوئې فرمائيل: یَا طَارِقُ اِسْتَعِدَّ لِلْمَوْتِ قَبْلَ الْمَوْتِ يعنې اے طارقه! د مرګ نه مخکښې د مرګ تياري اوکړه۔۔۔!! ([2])
شيخِ طريقت، امير اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته مرګ يادوي او فرمائي: يقيناً څوک چې د مرګ او د دې نه پس والا [د کيدونکو] معاملو نه په صحيح معنو کښې خبر دے * هغه د دُنيا د رنګينو او د دې د سهولتونو په دهوکه کښې نه شي پريوتلے * آيا