Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

نه څه مراد دے؟ په دې باره کښې يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه مُراد کفن دے۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! د دې دُنيا نه زمونږه برخه صِرف د کفن 2 څادرې دي، مونږ ټول عمر اوګټله، ګاډي مو هم واخستل، محلونه، بنګلې مو هم جوړې کړې، په اربونو کهربونو روپئ مو هم جمع کړې، په زرګونو تمغې هم زمونږ سره جمع شوې دي، د دُنيا هر قِسمه نعمت زمونږ سره دے خو مونږ به د دې دُنيا نه د ځان سره څه وړو؟ صِرف د کفن 2 څادرې او بَس۔۔۔!! يو عربي شاعر وائي:

نَصِیْبُکَ مِمَّا تَجْمَعُ الدَّھْرَ کُلَّہٗ                                                                                                رِدَااٰنِ تُلْویٰ فِیْہِمَا وَ حَنُوْط

ترجَمه: يعنې تا ټول عمر اوګټله، جمع دې کړه، په دې کښې ستا حصه څه ده؟ د کفن 2 څادرې، په کومو کښې چې به تۀ رانغښتلے شې او په مړي لګولے شوې خوشبو! ([2])

صِرف دا زمونږه حصه ده، د دې په باره کښې اوفرمائيلے شو چې د دُنيا نه خپله برخه مه هيروئ! يعنې کفن ياد ساتئ!

وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی                  جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اَجَل بھی

بس اب اپنے اِس جہل سے تُو نکل بھی               یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                            یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں

د نصيحت د پاره مرګ هم کافي دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! کاش! چې مونږ مرګ ياد ساتلو والا جوړ شو، صحابئ


 

 



[1]... شرح الصدور، صفحہ:23۔

[2]... التذکرۃ للقرطبی، باب ذکر الموت و الاستعدادلہ، صفحہ:9۔