Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

حفاظت کولو، مونږ ته به د کَټ نه د کوزيدو اجازت هم نه وو، مور به رانه بالښتونه چاپيره کول او کښينولو به ئې، بيا لږ غټ شو، اوس د کَټ نه ښکته د لوبو کولو اجازت خو ميلاؤ شو خو د ګرځيدو طاقت نه وو، بيا مو ګرځيدل زده کړل، اوس هم په کور کښې د پاتې کيدو اجازت وو، مور پلار به په پوړو بره ختلو ته هم نه پريښودو، بيا نور غټ شو، اوس د کور د دروازې پورې د تللو اجازت شو، بيا نور غټ شو، سکول ته تلل شروع شو، بيا نور غټ شو او په خپل ښار کښې مو ګرځيدل شروع کړل، په مزه مزه ځلمي شو، اوس که چرې ځوي په ټوله دنيا کښې د ګرځيدو د پاره لاړ شي، نو مور پلار مطمئين وي، چې زمونږه ځوي غټ شوے دے، اوس په خپلو خپو ولاړ دے، خپل حفاظت پخپله کولے شي، مونږه هم پخپله مطمئين يو چې زما په مَټو کښې طاقت شته، زما صحت ښه دے، پيسه شته، دولت شته، منصب شته، هر څه شته، د چا څه مجال چې زما يو ويښته ته هم نقصان را اورسوي۔

خو آه! د دې اطمينان په حالت کښې کله د مرګ طوفان راشي او ښه روغ رَمَټ، طاقت ور ځلمے تيارۀ قبر ته کوز کړي۔ دا د ژوند حقيقت دے۔

زندگی نام رکھ دیا کس نے                                    موت کا انتظار ہے دنیا

ما د ژوند حقيقت په سترګو اوليدو

يو اسلامي ورور دے، په فيصل آباد G.P.O کښې نوکر دے، يوه ورځ هغه د خپلې محلې د جُمات د امام صاحِب خوا له راغلے، ډير ويريدلے وو، اوئې وئيل: قاري صاحِب! نن ما د ژوند حقيقت په خپلو سترګو ليدلے دے۔ داسې اوشول چې زما يو ملګرے زما سره د ميلاويدو د پاره دفتر ته راغلے، پخوانے ملګرے وو، زه خوشحاله شوم او ميلاؤ شوم