Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid
هم ښودلے شوې ده۔ دا موبائل ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې انسټال کړئ، د دې نه پخپله هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د عمامې [پټکي] شريف سُنَّت او آداب
د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامينِ: (1): عمامه [پټکے] په سر کوئ! ستاسو عِلم به زياتيږي۔ ستاسو حِلم به زياتيږي ([2]) (2): د عِمامې [پټکي] سره 2 رکعتونه بغير د عمامې نه د 70 رکعتونو نه افضل دي۔ ([3])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! عمامه [پټکے] شريف په سر تړل د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه په سر مبارک باندې په ټوپئ باندې عمامه [پټکے] تړلو * په سفر او حضر [يعنې د سفر نه