Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

رسول حضرت عَمَّار بن ياسِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: محبوبِ خُدا، امام الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کَفیٰ   بِا لْمَوْتِ وَاعِظًا يعنې د نصيحت د پاره مرګ کافي دے۔ ([1])  

جب اس بزم سے اٹھ گئے دوست اکثر               اور اٹھتے چلے جا رہے ہیں برابر

یہ ہر وَقْت پیشِ نَظَر جب ہے مَنْظَر                          یہاں پر تِرا دل بہلتا ہے کیوں کر

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                                 یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

هئ زړه د ګناهونو نه بيزاره کيږي نه

هغه نادانه مسلمانان کوم چې په غفلت کښې ژوند تيروي، په هغوئي کښې بعضې خلق کله داسې قِسمه ګيلې کوي، مثلاً * مور پلار زما هډو تربيت اونکړو * استاذ صاحب هم پوهه نه کړم * د جُمات امام صاحب به هم نصيحت نه کولو * ځکه زه د غلطې لارې مسافر جوړ شوم۔ عام طور دا د دروغو بانه وي، د خپل زړه د تسلئ د پاره بعضې خلق داسې وائي۔ راځئ! منو: چې زمونږه هډو چا هم تربيت اونکړو، مونږه چا هډو په څه پوهه نه کړو خو لږ په زړه باندې لاس کيږدئ او اووائيئ! * آيا چرته اوچتيدونکې جنازې مو هم نه دي ليدلي؟ * آيا چرته د هديرې په خوا هم نه ئيئ تير شوي؟ * آيا چرته اعلان مو نه دے اوريدلے: فلانکے د فلانکي ځوي وفات شو؟ * آيا چرته مو داسې نه دي اوريدلي چې فلانکے د پيښې (Accident) سره مخ شو او په موقع باندې ئې ساه ورکړه * فلانکي ته د زړه دوره اوشوه او يو څو لحظې مخکښې خنديدونکے انسان په يو څو سيکنډو کښې مړ شو؟ * آيا چرته مو دا نه دي اوريدلي چې څوک ښه ښکلے اوده وو خو داسې اوده شو چې بيا هډو رابيدار نه شو، آيا


 

 



[1]... موسوعہ ابن الدنیا، کتاب الیقین، جلد:1، صفحہ:35، حدیث:31۔