Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط

اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ                                                              وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ

اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ                                                                           وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

حضرت شيخ احمد بن ثابت مَغربي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ ما ديوال ته ډډه وهلې وه او د قِبلې طرف ته مې مخ وو او د درودِ پاک په موضوع مې مضمون له ترتيب ورکولو، په دغه وخت ما له خوب راغلے۔ ما په خوب کښې اوليدل چې زه په يو شاړ ځائے کښې يم چرته چې يوه وداني هم نشته څه خلق د لوئي جُمات په دروازه موجود دي او باقي دننه په جُمات کښې، زه دننه لاړم او د هغوئي سره کښيناستم، هلته ما يو ډير ښائسته ښکلے ځلمے اوليدو، د کوم په مخ باندې چې د نيک بختئ نخښې ښکاريدلې۔

ما اووئيل: ستاسو څه نوم دے؟ هغه اووئيل: زما نوم رومان دے او زه د اللهُ رحمان په ملائيکو کښې يم۔ په دې باندې ما پوښتنه اوکړه: نو بيا تاسو د انسانانو خوا له ولې راغلې ئيئ؟ اوئې فرمائيل: دا ټول انسانان نۀ بلکه فرښتې دي۔

ما عرض اوکړو: حُضُور! دا خو اوفرمائيئ چې په دې فرښتو کښې کومې کومې دي؟ اوئې فرمائيل: په دوئي کښې حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام ، حضرت ميکائيل عَلَیْهِ السَّلَام ، حضرت اِسرافيل عَلَیْهِ السَّلَام  او حضرت عزرائيل (يعنې ملک الموت) عَلَیْهِ السَّلَام  دے۔ ما عرض اوکړو: زه د حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام  زِيارت کول غواړم۔ فوراً يو صاحب پاڅيدو، هغه