Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

کَس کله هم اونه ليدلو۔ الغرض! ما هغه ته سلام اوکړو او کله چې مې ورسره لاس ميلاؤ کړل نو معلومه شوه چې لکه د هغه په لاسونو پسې خو هډو غوښه نشته، هغه بزرګ خبرې هم ډيرې کمې کولې، چې لاس مې ورسره ميلاوهلو نو زما په زړه کښې خيال راغلے چې پوښتنه ترې اوکړم: چې تاسو دومره کمزوري ولې ئيئ؟ هغه بزرګ د روښانه ضمير مالک وو، اوس لا ما په خپل زړه کښې سوچ کړے وو، زما د پوښتنې کولو نه مخکښې هغوئي اوفرمائيل: يوه ورځ زه د خپل يو دوست سره په هديره تيريدم، مونږ د لږ وخت د پاره د يو قبر په خوا کښې کښيناستو، په دغه وخت اتفاقي طور څه داسې خبره اوشوه چې ما په زوره اوخندل، هغه وخت د قبر نه آواز راغلے: اے غافِله! څوک چې به د داسې ځائے سره مخ کيږي، د هغه د خندا سره څه کار۔۔۔؟ څنګه چې مې دا آواز واوريدو، زه د هغه ځائے نه راپاڅيدم، کوم دوست چې زما سره وو، د هغه نه ما رُخصت راواخستو او پخپله جُمات ته راغلم او کښيناستم، په ما باندې هيبت راغلے وو، ما په هديره کښې اوخندل، په ما غفلت راغلے، زه په دې پښيمانه ووم، هغه ورځ وه او دا ورځ ده، 40 کاله تير شول ما د دې شرم په وجه تر ننه پورې آسمان ته نه دي کتلي، زه پښيمانه يم چې د قيامت په ورځ به د الله پاک په حُضُور کښې په کومو سترګو حاضريږم۔ ([1])

کب گناہوں سے کَنارا میں کروں گا یَاربّ!             نیک کب  اے  مِرے   اللہ!  بنوں  گا  یَا ربّ!

آج بنتا ہوں مُعزَّز جو کھلے حشر میں عیب                  آہ! رُسوائی کی آفت میں پھنسوں گا یَاربّ!

کب گناہوں کے مَرض سے میں شِفا پائوں گا          کب میں بیمار، مدینے کا بنوں گا یَاربّ! ([2])

خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور اوفرمائيل: يو ځل زه د خپل پِير او مُرشِد


 

 



[1]... ہشت بہشت، دلیل العارفین، صفحہ:14 -15 بتغیر قلیل ۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:84۔