Book Name:Mout Ki Yaad Kay Fawaid

تيارئ کولو او د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو د سعادت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ!  په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په ژوند کښې به مو مدني انقلاب راشي، که چرې الله پاک اوغوښتل نو د دُنيا نه به د بے رغبتئ دولت هم نصيب شي او اخلاق او کردار به مو هم ښه شي۔

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة المدينه بالِغان هم دے۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي د لاندې په ملک او بهر ملکونو کښې په زرګونو مدارسُ المدينه بالغان لګي، په کومو کښې چې د زيات عمر اسلامي وروڼو ته په صحيح تجويد او مخارج سره قرآنِ کريم لوستل ښودلے شي او مختلف سُنَّت او آداب ښودلے شي۔ تاسو هم په مدرسة المدينه بالِغان کښې که چرې د [سبق] ښودلو اهليت لرئ نو د ښودلو، ګنې د لوستلو نيت اوکړئ۔

د فيشن کوونکي په ژوند کښې سپرلے راغلے

د آفندي ټاؤن (حيدر آباد، انټيرئير سندھ پاکستان) د اوسيدونکي يو اسلامي ورور بيان دے: چې زه يو فيشن کوونکے ځلمے ووم، د دُنيا په موج مستئ کښې ورک، د خپل آخِرت د انجام نه په غفلت کښې مې د ژوند ورځې شپې تيرولې، زما د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې سپرلے څه داسې راغلے چې ماته په مدرسة المدينه بالِغان کښې د داخلې سعادت ميلاؤ شو، بس بيا زما د نيک بختئ سفر شروع شو، د مدرسة المدينه بالِغان برکتونو زما تيارۀ ژوند د الله پاک په ويره او د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عشق روښانه کړو، په دې کښې ماته د قرآنِ پاک د تعليم سره سره په سُنّتو باندې د عمل کولو