Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

نه مُتَاَثِّر وو.

     سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! تاسو واوريدل!چې الله پاك خپل مَدَني حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره د ښو اخلاقو نمونه جوړه كړے وو كه چا به ورته تكليف، درد اورسولو، بدتميزي او بداَخلاقي به ئې ورسره اوكړه، که په حق طلب كولو كښې به ئې بے ادبي اوكړه، د هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خاندان خلقو ته به ئې بد اووئيل، غرض دا چې که هر څومره بد اخلاقي به ئې اوكړه خو قُربان شم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښو او عظيمو اخلاقو نه چې د سختئ په جواب كښې به ئې هميشه د حِلم او بُرد بارئ، صبر او استِقامت او نَرمئ نه كار اخستلو. بد اخلاقي كولو والا سره به هم د رټلو او غُصَّه کولو وغيره په ځائے خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف او صرف د اعلٰى اخلاقو مظاهره کوله، بلكه بد اخلاقي كولو والؤ باندې به ئې هم رحم و كرم کولو او هغوئي به هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو مبارکو نه دومره مُتأَثِّره شو چې کلمه به ئې اُووئيله او مسلمانان به شُو. 

    اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښكلو او ښائسته اخلاقو په بركت بيشميره کافران مسلمانان شو او د بيشميره خلقو په ژوند كښې داسې مَدَني انقلاب راغے چې هر طرف ته د اسلام  رنړاګانې خورے شوې او د ګمراهئ تِيارے ختمي شوے او د قتل و غارت كوونكو ته د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دمَحَبَّت جام نصيب شو.

     مونږ ته پکار ده چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا طرزعمل (يعنې حُسنِ