Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

قُربان شم! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقِ حَسَنه نه، چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل سر دُښمنان هم مُعاف كول . چنانچه

    د مَكَّے مُكَرَّمے د فتح كيدو نه مخكښې چې كومو كافرانو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته قِسما قِسم درد ناك تكليفونه وركړي وو، د فتحِ مکّه نه پس چې مسلمانان غالب شو نو د نورو قيديانو سره هغه ظالمَان كافران هم اونيولے شو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په عدالت كښې حاضر كړے شو، كه په دې موقع باندې بل يو دُنياوي بادشاه وے نو كيدے شي چې هغوئي ته به ئې سختې سزاګانې ورکړے وے، خو د دواړو جهانو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي سره څه مُعامَله اوفرمائيله، راځئ! چې واورو او مدني ګلونه ترينه حاصل کړو:

د فتحِ مكه په ورځ د عامې مُعافـئ اعلان

     د مكتبة المَدينه چاپ شوي كتاب ”سيرتِ مصطفٰى“صفحه 437 کښې دي: په 8 هجرئ كښې چې كله مكَّه فتح شوه نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شَهَنشاهِ اسلام په حَيثِيَّت په حرمِ اِلٰهي كښې د ټولو نه اوَّل عام دربار اولګولو، په هغې كښې د اسلامي فوج نه علاوه د اسلام دُښمنان هم په زرګاؤ موجود وو، ډيره غټه اجتماع وه. په هغه شَهَنشاهي خطبه كښې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف د مكے خلقو ته نه بلكه ټولو خلقو ته خطاب اوفرمائيلو، د خطبے نه پس شَهَنشاهِ كونَين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زرګاؤ خلقو په ګنړه باندې يو نظر واچولو نو اوئې ليدل چې ټولو خلقو سرونه ښكته كړي دي، سترګې ئې ټيټې دي او د قُريشو سرداران د ويرې نه رپيږي [چې اوس به راسره