Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

د بيان اوريدلو نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم *  څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يقيناً د يو مسلمان د پاره په هره مُعامَله كښې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سيرتِ مباركه كښې يوه بهترينه نمونه ده، که په صحیح طريقه هر مسلمان په دې باندې عمل اوكړي نو په دُنيا و آخرت كښې  كاميابي حاصلولےشي، نن به مونږه د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرتِ مبارك نه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقِ كريمه په باره کښې يو څو خبرې اورو، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔